کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۱وری، ۱۴۰۴ل)
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال د مقام د دفتر د رئيس مولوي احسان اللّٰه حسان او د کارکوونکو چارو د رئيس مولوي نقيب الله نعمان په ملتيا د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست له کاري چارو څخه د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
پلاوي د ياد ریاست له بېلابېلو برخو او شعباتو د کاري چارو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونه وکړه او د چارو د بهبود لپاره يې له اړوندو مسؤلینو سره خبرې وکړې.
همدا راز د پلاوي غړو د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست د اړتیاوو له منځه وړلو او پرمختګ لپاره خپل نظریات شریک کړل.
په ورته وخت کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رئیس مولوي ذبيح الله نوراني دغه ډول لیدنې د وزارت مقام او ریاست تر منځ د همږغۍ او ګډو هڅو د پراختیا لپاره مهمې وګڼلې او زیاته یې کړه؛ په دې سره به د جهادي ارزښتونو او فرهنګي چارو په برخه کې لا زیات پرمختګونه راشي.


















