پوځي شنونکی سعيد زياد: د غزې مقاومت به دا ځل د يوې نوې ستراتيژۍ له مخې جګړه مخې ته يوسي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د سعید زياد په نوم یو سیاسي او پوځي شنونکي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د غزې مقاومت به دا ځل د يوې نوې ستراتيژۍ له مخې له اسرائيلو سره خپله جګړه مخې ته يوسي.

ښاغلی سعيد زياد چې ډيری وخت الجزيرې تلويزون سره په بحثونو کې ميلمه وي تازه يې د غزې مقاومت «حماس» په خاموشۍ تبصره کړې وايي، دا ځل به د غزې مقاومت د يوې نوې ستراتيژۍ له مخې جګړه مخې ته وړي.

نوموړي الجزيرې ته په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په غزه کې د حماس ۲۴ ډلګۍ دي او تر اوسه اسرايلي اشغالګر په دې نه دي توانیدلي چې لږ تر لږه يوه ډلګۍ هم له منځه یوسي په خبره:«حماس اوس د خپلې جګړې اوږدمهاله ستراتيژي غوره کړې ده او په ټولو هغه سيمو کې يې چوپتيا اختيار کړې ده چې مخکې يې ترې ځمکني بريدونه ترسره کول».

د ښاغلي زياد په وينا، د حماس مقاومت دا مهال يواځې په توغنديزو بريدونو اکتفاء کړې او له دې لارې غواړي چې د اسرائيلو پوځ په تدريجي ډول د غزې په ځمکه اول ښه ستړی کړي او بيا په مخامخ وسله واله جګړه کې پر وژلو پيل وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button