یمني ځواکونه: د غزې تر بشپړې آزادۍ پورې بريدونو ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۴ل)
یمني ځواکونو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ټينګار کړی، چې د غزې تر بشپړې آزادۍ پورې به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، په بيان کې دغه راز ويل شوي دي، چې د امریکا پرلپسې بریدونو ته د غبرګون په توګه یې د امریکا یوه جنګي بېپیلوټه الوتکه (MQ-9) را غورځولې ده.
په بیان کې راغلي چې امریکا په تېرو ساعتونو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو بمبار کړی، چې له امله یې یو شمېر ولسي وګړي شهیدان یا ټپیان شوي او د خلکو مالونه ته تاوان رسیدلی دی.
په بیان کې ټینګار شوی چې دا دریمه الوتکه ده چې د تېرو لسو ورځو په جریان کې نسکوره شوې، او اتلسمه الوتکه ده چې د «الفتح الموعود» او «مقدس جهاد» تر نامه لاندې د فلسطین په ملاتړ پ ویشتل شوې ده.



