د کډوالو د وزير او افغان کونسل ليدنه: له پاکستان ‏څخه د مهاجرینو د ایستلو لړۍ نامناسبه او دردونکې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کډوالو چارو وزير ښاغلي مولوي عبدالکبير او په پېښور کې افغان کونسل له پاکستان څخه د مهاجرینو پر ایستلو او ستونزو خبرې کړې دي.

په ناسته کې د مهاجرينو د پانګو پر ضايع کيدو او ستونزو خبرې شوي او له پاکستان څخه يې د مهاجرينو د ایستلو لړۍ خورا نامناسبه، دردونکې د اسلامي او نړيوالو اصولو سره په ټکر بللې ده.

د کډوالو چارو وزير مولوي عبدالکبیر ويلي، چې اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو حل ته کافي امکانات ځانګړي کړي او ډیرې امارتي ادارې په ګډه د مهاجرینو خدمت ته راوړاندې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button