یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې صهیونیستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغالي فلسطین په یافا ښار کې صهیونیستي اهداف په نښه کړي دي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع پلازمینه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، چې ځواکونو یې نن سهار وختي د “فلسطین 1” بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ یافا کې د یو پوځي هوایي ډګر په ګډون ځینې مهم اهداف ویشتلي دي.

نوموړي ادعا کړې، چې عملیات یې بریالي و او یوځل بیا یې ټینګار کړی، چې په صهیونیستي اهدافو به یې بریدونه دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button