انصار الله: پر يمن د امريکا بريدونو خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۴ل)

د یمن د اسلامي مقاومت حرکت انصارالله د سیاسي دفتر غړي او ویاند “محمد البخیتي” له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې په یمن باندې د امریکا هوايي بریدونه خپلو اهدافو ته نه دي رسیدلي.

د انصارالله غورځنګ ویاند په داسې حال کې چې په دغه هېواد باندې د امریکا هوايي بریدونه غندلي، د یمن پر وړاندې د هر ډول ځمکني پوځي اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

البختي ویلي: چې د امریکا بریدونه د انصارالله د جګپوړو مشرانو په نښه کولو کې پاتې راغلي د دې بریدونو په پایله کې یوازې د بې ګناه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

البخیتي د یمن پر وړاندې د هر ډول ځمکني پوځي اقدام په وړاندې هم خبرداری ورکړ او ویې ویل: “موږ امریکایانو ته خبرداری ورکوو چې ځمکنۍ جګړې ته ننوتل، که مستقیم وي یا د یمن دننه د دوی د نیابتي ځواکونو له لارې، له سخت او دروند غبرګون سره به مخ شي.”
هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ټینګار وکړ: “حتی که د امریکا او ایران ترمنځ موافقه وشي، د غزې په ملاتړ به زموږ دریځ بدل نشي.” د فلسطین لپاره زموږ ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم په وړاندې مقاومت به دوام لري.

محمد البخیتي ګاونډیو هیوادونو ته هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که سعودي او امارات د امریکا ملاتړ وکړي موږ کولی شو د دواړو هېوادونو مهم اهداف په څو ساعتونو کې له منځه وړلی شو.

مربوطه مطالب

Back to top button