اسلامي جهاد: د فلسطینانو او علي خامنه‌ ای وینې په یوه سنګر کې توې شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شهید “ایات الله علي خامنه‌ ای” وینه د فلسطیني مجاهدینو له وینې سره په ګډه مبارزه کې توې یې شوې ده
دغه غورځنګ ویلي، چې د علي خامنه‌يي شهادت د ګډ دښمن پر وړاندې د مبارزې او برخلیک د یووالي څرګندونه کوي.
اسلامي جهاد زیاته کړې، چې شهید علي خامنه‌يي د فلسطین د ولس د ملاتړ مهمه ستنه وه او د فلسطیني مقاومت له ځواکونو سره د تېرو لسیزو ټول پوځي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ د هغه د مستقیمې پرېکړې پر بنسټ ترسره کېده.
په اعلامیه کې راغلي، چې شهید علي خامنه‌يي د اسلامي امت د خپلواکۍ کلک مدافع او یو هوښیار او د یووالي رامنځته کوونکی مشر و.
اسلامي جهاد همداراز ټینګار کړی، چې د فلسطین د قضیې پر شاوخوا دوامداره یووالی او ملاتړ د اسلامي او عربي امت د صفونو د یووالي لپاره اساسي بنسټ او یوازینۍ اغېزمنه لار ده.

مربوطه مطالب

Back to top button