د اوبو او انرژۍ وزير د شاهي کانال څخه ليدنه کې د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير د شاهي کانال څخه ليدنه کې د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی دی.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي په لغمان کې شاهي کانال څخه د ليدنې پر مهال د چارو د چټکتیا پر اړتیا، د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت باندې د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی دی.
ښاغلي منصور دغه پروژه مهمه او حیاتي بللې او د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه یې غوښتي چې د پروژې چارې لا چټکې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د يادې پروژې د لومړۍ برخې چارې ښې روانې دي او په ټوله کې کابو ۶ سلنه پرمخ تللې دي.
د یادونې ده، چې شاهي کانال په دوو فازونو کې طراحي شوی او په ټوله کې ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او د چارو تر بشپرېدو وروسته کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي د دغې پروژې لومړی فاز ۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري او په څلورو برخو کې ترسره کېږي چې لومړی فاز یې ۶.۶ کیلو متره دی او تر بشپړېدو وروسته، پنځه زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.



