په کابل او تخار کې زرګونه نشهيي ګولۍ او چرس کشف او ضبط شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په کابل او تخار ولایتونو کې د جلا عملیاتو پر مهال زرګونه نشهيي ګولۍ او چرس کشف او ضبط کړي دي.
د وزارت په وینا، د تخار ولایت د تالقان ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې نږدې څلور زره نشهيي ټابلیټونه او څلور کیلوګرامه چرس، او د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو زر او ۴۵۹ نشهيي ټابلیټونه نیول شوي دي.
د یادو نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو څلور کسان هم نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.



