حماس: د صهیونیستي ريژیم وحشت د فلسطیني ملت ارادې نه شي ماتولی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ وری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ لوړ پوړي غړي اسامه حمدان ویلي، چې د د صهیونیستي ريژیم وحشیانه بریدونه د فلسطیني ملت ارادې نه شي ماتولی.
نوموړي نتنیاهو ته په خطاب کې ویلي: د ښځو او ماشومانو د وژلو له لارې بریا نه شئ موندلی او د بندیانو د خلاصولو یواځینۍ لاره خبرې اترې دي.
د ویلو ده، چې حمدان یوځل بیا د یمن له وسله والو ځواکونو مننه کړې، چې د فلسطین قضیه یې خپله بللې او په دغه هېواد یې د امریکایي اشغالګرو وحشیانه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.



