د بریتانیا شارژدافیر: د م. م سازمان کې د افغانستان په تړاو جوړ شوي پروپوزل کې د اړیکو ټینګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډيکسن په کابل کې د يوې ناستې په ترڅ کې د افغان کډوالو د وضعیت، بشري مرستو او د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د همکاریو پر پراخېدو بحث او خبرې کړي دي.

د بريتانيا شارژدافير ډيکسن ويلي، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په تړاو یو پروپوزل جوړ شوی، چې ټاکل شوې راتلونکې کې د اسلامي امارت له مسؤولینو سره شریک شي.

نوموړي زياته کړې:« په دې پروپوزل کې له افغانستان سره د اړیکو ټینګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي، او بریتانیا د دې سند په جوړولو کې مهم رول ادا کړی، بریتانیا د افغانانو د ملاتړ او له افغانستان سره د دوامدارو اړیکو لپاره ژمنه ده او هڅه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي».

ډيکسن ويلي، چې بريتانيا د خپلو بشري مرستو په برخه کې ۷.۵ میلیونه پونډه زیاتوالی راوستی، څو د افغان کډوالو ملاتړ لا پراخ شي او دواړو خواوو ټينګار کړی، چې د افغانستان ګاونډیان باید کډوال په باعزته ډول د معیاري او د مهاجرت اصولو او قوانينو له لارې بېرته هېواد ته راستانه کړي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر د بریتانیا له مرستو د مننې ترڅنګ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

مولوي عبدالکبیر زياته کړې، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ له اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه له بریتانیا سره د مثبتو اړیکو پراختیا ته ژمن دی، او هڅه کوي چې له هر ډول سوء تفاهماتو مخنیوی وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button