ابو عبيده: که اسلامي امت د يمن د خلکو په څير اراده او ایمان ولري، نو د اسرائیلو امنیت ته سخت زیان رسولی شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵وری، ۱۴۰۴ل)
په غزه کې د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) وياند ابو عبيده ويلي، چې په یمن کې لا هم هغه رښتیني او مخلص مسلمانان ورونه شتون لري چې هڅه کوي د صهیونيستي رژيم «اسرائیلو» اصلي ځواک او مرکز ته ضربه ورکړي په خبره يې د هغوی دا کار د غزې د خلکو په ملاتړ او همکارۍکې زياتوالی راولي.
نوموړي په خپله وينا کې زياته کړې:«د يمن اتلان د فلسطین او مسجد الاقصی د ملاتړ په لاره کې لویې قربانۍ ورکوي هم یې وینه تویېږي او هم یي د خپل هېواد شتمنۍ له منځه ځي، دا ټول د خپلې وفادارۍ او دینی ورورولۍ له امله کوي د یمن هڅې لا هم دوام لري او د صهیونيستي رژیم زړه فلج کوي؛ دوی د غزې تر څنګ ولاړ دي، هغه غزه چې د نسلوژنې له یوې سختې جګړې سره مخ ده، سره له دې چې د دې وفادارۍ په بدل کې یې د خپلو خلکو د وینو او د خپل ګران ملت له شتمنیو درنه بیه ورکړې ده. ».
د حماس وياند ښاغلي ابو عبيده ويلي، د یمن خلک ډېر قوي عزم لري او دا ښيي چې که اسلامي امت همدا ډول اراده، ایمان او توان ولري، نو د اسرائیلو امنیت ته سخت زیان رسولی شي اودا د امت د قوت او خير نښه بلل کيدای شي.
ابو عبيده تيره شپه په يوه بيان کې وويل، چې فلسطینيان به د یمن ددې باعزته او ویاړمنو خلکو ملاتړ هېڅکله هېر نه کړي.



