د خامنه‌اي د جنازې مراسمو کې بهرنیو پلاوو ته داسې قرآني آیتونو اورل شوي چې ځانګړي پیغامونه لېږدوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وایي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د پخواني ستر مذهبي مشر “علي خامنه‌ای” د جنازې په مراسمو کې بهرنیو پلاوو ته د قرآن کریم ځانګړي آیتونه ډالۍ شوي، چې شنونکي یې د سیاسي او دیپلوماتیکو پیغامونو په توګه ارزوي.
د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ته هغه آیت ورکړل ویل شوی، چې د دوو لښکرو د مخامخ کېدو او د مؤمنانو او نامؤمنانو د توپیر یادونه پکې شوې ده.
همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت استازو ته په کفارو د بریا ایاتونه تلاوت شوي، چې ځانګړی پیغام یې افغانستان کې د امریکا ماتې ته اشاره وه.
د ترکیې پلاوي ته هغه آیت ډالۍ شوی چې د الله په لار کې جهاد کوونکي له هغو کسانو لوړ ګڼي چې له مبارزې شاته پاتې کېږي.
د لبنان رسمي دولتي پلاوي ته بیا هغه آیت ویل شوی چې د قربانۍ او فداکارۍ په مهال د شاته پاتې کېدونکو په اړه یادونه کوي.
راپورونه زیاتوي، چې د حزب‌الله پلاوي ته د «مه کمزوري کېږئ او مه غمجنېږئ، که ایمان ولرئ نو برلاسي به شئ» آیت ډالۍ شوی دی.
همدارنګه د حماس استازو ته هغه آیت ویل شوی چې د هغو کسانو ستاینه کوي چې له الله سره یې پر خپلې ژمنې وفا کړې، ځینې یې “شهیدان” شوي او ځینې یې لا هم د خپل نوبت په تمه دي.
د یمن پلاوي ته د هغو مؤمنانو په ستاینه کې آیت ویل شوی چې د جګړې پر مهال یې استقامت ښودلی، او د قطر پلاوي ته هغه آیت ویل شوی چې د الهي فضل او بښنې یادونه کوي، چې شنونکي یې د قطر د منځګړیتوب رول ته اشاره ګڼي.
شنونکي وایي چې تهران هڅه کړې د جنازې د مراسمو په حاشیه کې د هر پلاوي لپاره ځانګړی مذهبي او سیاسي پیغام د قرآني آیتونو له لارې واستوي.

مربوطه مطالب

Back to top button