د سوداګرۍ خونې رییس د ټیټ کیفیت تېلو او ګازو د واردولو د مخنیوي غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سیدکریم هاشمي، په کابل کې له سوداګرو سره په ناسته کې ویلي، هېواد ته باید د تېلو او ګازو منظم واردات یقیني او د ټیټ کیفیت نفتي موادو د واردولو مخه ونیول شي.

هغه له سوداګرو وغوښتل چې یوازې د ملي معیارونو مطابق تیل او ګاز هېواد ته وارد کړي او د بې‌کیفیته نفتي موادو له راوړلو ډډه وکړي. د نوموړي په وینا، د خصوصي سکټور ملاتړ د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم دی او د دولتي ادارو او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو هڅې روانې دي.

په دې ناسته کې سوداګرو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل، چې د سوداګرۍ خونې مسوولینو د هغو د حل لپاره د اړوندو ادارو سره د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button