د افغانستان دفاع وزیر د چین تاجیکستان او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له سرحدي پوستو لیدنه کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان فاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت وزیر وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د بدخشان ولایت د واخان، پامیر، کران او منجان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو او د افغانستان له چین، تاجیکستان او ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې سرحدي سیمو ته سفر کړی او له امنیتي پوستو یې لیدنه کړې ده.

د وزارت په وینا، نوموړي د سفر پر مهال د سرحدي ځواکونو د فعالیتونو، دفاعي چمتووالي او امنیتي وضعیت ارزونه کړې او له مسوولینو سره یې د پولو د امنیت، ساتنې او لا ښې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د سرحدي ځواکونو د هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسؤلیت دی. هغه زیاته کړې چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو او د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره به نورې هڅې هم وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button