د حماس اسلامي حرکت لوړپوړي پلاوي د خامنه‌اي جنازې مراسمو کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د فلسطین د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) یو لوړپوړی پلاوی د ایران د ستر مذهبي مشر “علي خامنه‌ای” د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی د حماس د سیاسي دفتر د مشرانو له خوا رهبري کېده، چې مشري یې “محمد درویش” کوله. په پلاوي کې د حماس د سیاسي دفتر نور غړي هم شامل وو، چې له مهمو فلسطیني سیاسي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي.
سرچینو ویلي، چې د حماس استازو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر “عباس عراقچي” سره هم په لیدنه کړې او د دواړو لورو ترمنځ د وروستیو سیاسي او سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه خبرې شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خامنه‌ای د جنازې مراسم د ایران په پلازمېنه تهران کې د پراخ حضور په ترڅ کې ترسره شول، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو او سیمه‌ییزو ډلو استازي هم ګډون درلود.
د ایران اسلامي جمهوریت حماس حرکت سره نږدې اړېکې لري او د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو په توګه ورته ګوري، دغه ډول لیدنې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي اړېکو د دوام نښه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button