ولسمشر پزشکیان: د ایراني ولس ویر د رهبر سترتوب، عزت او ځواک څرګندوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې د ایراني ولس پراخ ویر او د اسلامي انقلاب د ستر رهبر په جنازه کې ګډون د نوموړي د سترتوب، عزت او ځواک څرګند انعکاس دی.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران د خلکو دا پراخ غم او ویر د دې ښکارندویي کوي چې د هېواد د مذهبي او سیاسي رهبر مقام په ټولنه کې څومره لوړ ارزښت لري او خلک یې په درناوي یادونه کوي.
پزشکیان زیاته کړې، چې د خلکو دغه احساسات د ایران د ملي یووالي او د رهبر د اغېزمن ځواک روښانه نښه ده.
هغه همدارنګه د امریکا او اسرائیلو له لوري د دغو مراسمو په اړه د غوسې او نارضایتۍ یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول غبرګونونه د دوی د سیاسي دریځونو انعکاس دی.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی، چې د ملت یووالی او د خلکو وفاداري د هېواد د ثبات او ځواک بنسټ جوړوي.



