روسیه او چین په ژېړ سمندر کې ګډ سمندري پوځي تمرینات پیلوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د ارام سمندر سمندري ځواک اعلان کړی چې د روسیې او چین ګډ سمندري پوځي تمرینات به د جولای له ۶مې تر ۱۳مې نېټې پورې د ژېړ سمندر په اوبو کې ترسره شي. د دغو تمریناتو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سمندري همغږۍ او ګډو عملیاتو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دغو پوځي تمریناتو کې به د ګډو ژغورنې عملیاتو، د اوبتلونو ضد عملیاتو، هوايي دفاع او د توپخانې د ډزو بېلابېل تمرینونه ترسره شي.
روسیې ویلي، په یادو تمریناتو کې به د دواړو هېوادونو سمندري ځواکونه او سمندري هوايي ځواکونه ګډون ولري، چې د بېلابېلو عملیاتي سناریوګانو له مخې به ګډ پوځي فعالیتونه ترسره کړي.



