قالیباف ټرمپ ته: د امریکا د ۴۰ میلیونه وګړو د خوارځواکۍ غم وخوره

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي شورا مشر “محمد باقر قالیباف’ د امریکایي ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي چې ټرمپ باید د نورو هېوادونو پر ضد د تورونو پر ځای د خپل هېواد دننه ستونزو ته پام وکړي.
قالیباف ویلي، چې د امریکا شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړي د خوارځواکۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او ټرمپ باید لومړی د همدې خلکو د وضعیت په اړه فکر وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا دننه د فقر، بې‌وزلۍ او ټولنیزو ستونزو موجودیت هغه واقعیت دی چې واشنګټن یې له پامه نشي غورځولای.
هغه زیاته کړې، چې د نورو هېوادونو پر ضد تورونه لګول د داخلي ستونزو د پټولو هڅه ده او د حل لاره نه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button