د پاکستان پوځي رژیم د پکتیا برید د قربانیانو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي، د ریاست الوزرا د لارښوونې پر بنسټ یې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د منده خېل سیمې د وروستي برید له قربانیانو سره نغدي مرستې کړې دي.
د ادارې د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رئیس ملا سید احمد عثماني په مشرۍ پلاوي سیمې ته سفر کړی، له زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
د یادې ادارې په وینا، د هر شهید وارثې کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ او هر ټپي ته ۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
همداراز هغه ټپیان چې د پکتیا په حوزوي روغتون او د کابل په سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي، هغوی ته هم د هر تن په سر ۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.



