روسي څېړونکې: قوي ایران د آیت‌الله خامنه‌اي ستراتیژیک میراث دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د «پریماکوف د نړیوال اقتصاد او نړیوالو اړېکو انسټیټیوټ» د لوېدیځې آسیا د مطالعاتو د مرکز یوې لوړپوړې څېړونکې ویلي چې نننی قوي ایران د آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د ستراتیژیک میراث پایله ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، “اودوکیا دوبروا” ویلي، چې د اسلامي انقلاب د رهبر د سیاستونو له امله داسې یو سیاسي نظام رامنځته شوی، چې د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو پر وړاندې د مقاومت لوړ ظرفیت لري.
نوموړې زیاته کړې، چې د ایران اوسنی سیاسي او دفاعي جوړښت د دې وړتیا لري چې د نړیوالو فشارونو په وړاندې خپل ثبات وساتي او د خپلو ملي ګټو دفاع وکړي.
هغې د ایران د سیمه‌ییز رول په اړه هم ټینګار کړی، چې تهران د منځني ختیځ په معادلاتو کې مهم او اغېزمن لوبغاړی پاتې شوی او لا هم د معادلاتو بدلولو وړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button