اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده او په مزار ښار کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه چې نن «يکشنبه، ۳۱ وری» ترسره شوه، پکې د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده له هر اړخیز تحلیل وروسته د ياد کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

ډ اقتصادي معاونيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ننۍ غونډه کې دغه راز د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه چې ياده طرحه هم له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د دې طرحې له مخې به سوداګریز مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button