غزل/ جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

 

امت به یې اخر واوري د ټوک ټوک اولاد غږ

غزه به تر وروستۍ سلګۍ کوي د جهاد غږ

 

تعلیم دی، کار دی، امن دی، قانون دی او حدود دي

دا څو دانې خبرې دي د ګرده هېواد غږ

 

د زړه کیسې مې شعر کړم او خپل ځان ته یې وایم

په خلکو کې مړ شوی دی د ډاډ او د داد غږ

 

دا زړه مې ورپسې نن له خپل ځای بې ځایه شوی

چټي مې په زړه اوري د پلارجان ‘ارواښاد’ غږ

 

له ځانه چې ښیښې او درنې وسپنې را تاو کړې

نو څنګه به در رسي د مظلوم د فریاد غږ؟

 

ړنده کڼه نړۍ کې د عظمت څلي ته ژاړم

څښتنه که مې واورې د یو ستړي مراد غږ

 

وطن مو ازاد شوی دی “جانانه” ازادي ده

خو موږ پکې لا هم کولای نه شو ازاد غږ

مربوطه مطالب

Back to top button