کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان ا.ا د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه لس تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د فراغت يادو مراسمو کې دملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد”حمیدي”او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئيسانو، قوماندانانو او ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی و چې د مراسمو په پای کې يادو نويو فارغ شويو پیلوټانو ته د بری لیکونه هم ورکړل شوي دي.


















