د قزاقستان د لومړي وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسېد

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، «نن دوشنبه، ۱ غویی» د قزاقستان د لومړي وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسېد.

یاد پلاوی به د افغان حکومت له چارواکو سره د لیدو تر څنګ، سبا (د غويي میاشتې په دویمه نېټه) په کابل کې د افغان – قزاق په جوړېدونکي سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.

امارتي سرچینې وايي، قزاقي او د اسلامي امارت چارواکي به په مهمو اقتصادي مسایلو هم خبرې او ژمنې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button