مجاهد: هره ورځ پر افغان کډوالو ۶ میلیونه افغانۍ ویشل کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د غویي، لومړۍ ۱۴۰۴ل)
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د بېلابېلو کمېټو لهخوا د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د جوړ شوي عالي کمېسیون د ورځنیو فعالیتونو یوه برخه، د کډوالو ثبت، لېږد او د نغدو مرستو او خدمتونو وړاندې کول دي. مجاهد د پرون ورځې د شمېرې په اړه ویلي، په دغه ورځ لږ تر لږه ۶۲۳ کورنۍ ثبت شوي او ۷۴۷ نورې کورنۍ لېږدول شوې دي. د هغه په وینا، ۵۸۹ کورنۍ په لنډمهالو کمپونو کې ځای پر ځای شوي او له شپږو میلیونو افغانیو زیاتې نغدي مرستې هم دغو کډوالو ته رسېدلي دي.



