د پاک-هند کړکېچ زیات شوی؛ هند سرحدي سیمو ته ټانکونه، درنې وسلې او پوځيان استولي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان او هندي رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې، د هند حکومت د جنوبي پاکستان له پولو سره په راجستان کې خپل پوځيان، ټانکونه او درنې وسلې ځای پر ځای کړې دي. دغه اقدام له هغه وروسته شوی، چې په مقبوضه کشمیر کې په يوه بريد کې لسګونه هندي سيلانيان ووژل شول.

د باوري سرچینو په وینا، د هند پوځ د براهموس توغندیز سیستم ځایونه هم له سره تنظیم کړي، څو د جنوبي پاکستان پر مهمو ستراتیژیکو هدفونو باندې برید وکړای شي.

هند له پاکستان سره د خپلو سیاسي، نظامي او سفارتي اړیکو د پريکون اعلان کړی دی.

د هندي حکومت په وینا، د سند طاس تړون عملي کول ځنډېدلي، د اټاري او واګه بندرونه تړل شوي او ټولو پاکستاني وګړو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړل شوی، چې هند پرېږدي.

هند د پاکستاني وګړو ویزې لغوه کړې او د سارک تر چتر لاندې ورکړل شوې ویزې یې هم بندې کړې دي.

دا پریکړه د هندي صدراعظم تر مشرۍ لاندې یوه فوق‌العاده ناسته کې شوې، چې له مخې یې له اسلام‌اباده د خپلو ټولو دفاعي اتشو بېرته غوښته اعلان شوې، او له دې وروسته به د سفارتي عملې شمېر له ۵۵ کسانو څخه ۳۰ ته راکم شي.

بل‌خوا، پاکستان هم خپلو دفاعي ځواکونو ته د تيارسۍ امر ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي، چې پاکستان به د هند له خوا د هر ډول تېري پر وړاندې قوي او پیاوړی ځواب ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په هر ډګر کې د بریا لپاره هر وخت چمتو دی.

جنرال منیر وویل، هند کولی شي یوازې د دروغجنو عملیاتو او تبلیغاتو له لارې خپل اولس وغولوي، خو حقیقت نه شي پټولای.

د شنونکو په اند، دا پرمختګونه ښيي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ تر خطرناکو پړاوونو رسېدلی او که حالات کنټرول نه شي، د سیمې ثبات ته به جدي ګواښ پېښ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button