کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د حماس سياسي مشر ډاکټر باسم نعيم د فلسطيني ولسمشر محمود عباس وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي او ويې ويل چې عباس د ملت د يو ستر، اصيل او مجاهد قشر توهين کړی دی.
ښاغلي نعيم دغه څرګندونې په يوې «نامشروعه غونډه» کې شوې وبللې او زياته يې کړه چې دا ډول خبرې د ملت د وحدت ضد دي او د فلسطيني رهبرۍ مشروعيت تر جدي پوښتنې لاندې راولي.
نعيم وويل: «محمود عباس په قصدي ډول هڅه کوي چې د اسرائيلو د يرغلونو او جنايتونو مسؤليت پر فلسطيني ملت واچوي، په داسې حال کې چې پخپله د ملت د درد او قربانۍ درناوی نه کوي او د عباس سپکې خبرې د ملت د ارزښتونو او قربانيو توهين دی.»
عباس تېره ورځ چې يو کنفرانس ته وينا کوله د حماس غورځنګ ته په خپلو خبرو کې وويل: «اې د سپي زامنو، کوم اسراييلي بنديان چې له تاسو سره دي، آزاد يې کړئ!» چې د عباس دغه څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د فلسطيني بنديانو مشر نائل البرغوثي چې د خپل عمر ۴۵ کاله يې د اسرائيلو په زندانونو کې تېر کړي هم د عباس دغه الفاظ رد کړي او ويلي يې دي: «هغه کس چې د اسيرانو د تبعيد له امله ژاړي، خو له هغوی سره د خپل حکومت چلند دا ژړا دروغ ثابتوي.»
البرغوثي د فتح غورځنګ هغو غړو ته چې د کلونو قربانۍ يې ورکړي او لا هم د غورځنګ بنسټيزو اصولو ته ژمن دي، غږ کړی چې د عباس سپکو څرګندونو ته عملي ځواب ورکړي.
د حماس مشرانو دا هم ويلي چې عباس پر ځای د دې چې د ملت يووالي ته لاره هواره کړي، پر سياسي مخالفينو بې ساري بريدونه کوي او هغوی ته دښمنانه القاب کاروي.
باسم نعيم په څرګنده دا هم وويل: «هغه څوک چې نه فکري، نه اخلاقي او نه هم رواني اهليت لري، نه شي کولای د داسې ملت مشري وکړي چې د نړۍ تر ټولو مقدسه قضيه يې پر اوږو ده.»
دغه تازه سياسي شخړه داسې مهال راولاړېږي چې فلسطين يووالي او همغږۍ ته ډېره اړتيا لري، خو د رهبرۍ له لوري کارېدونکي سپک الفاظ او توهينونه د ملت روان حالت نور هم کړکېچن کوي.


















