کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د کنړ ولایت د کليو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په فقیر آباد او شګی کلیو کې دوه سولري او د اوبو رسولو شبکې د ۹،۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دې شبکو په جوړولو کې د ۲۱۰ متره ژورې څاه کيندنه، د ۹۰ متر مکعب ظرفیت لرونکو اوبو د ذخیرو جوړول، د ۷۳۸۰ متره اوږدوالی پایپ غځول، ۱۸۰ شيردهنونه او ۴۶ سولر تختې نصب کول شامل وو.
په دې پروژه کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، او اوس د یادو کلیو ۳۱۱ کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کوي.


















