د حماس بريدونو کې ګڼ شمېر صهيونيستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۴)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د غزې ښار په ختیځې د التفاح سیمې ته څېرمه، د صهیونيستي اشغالګر پوځ پر عسکرو د ځمکنیو بمونو چاودنه کړې، چې په پایله کې یې د دښمن د یو قوماندان په ګډون څو پوځیان ووژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، و چې ځواکونو ته یې د غزې شجاعیه سیمه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ویلو ده، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ او اسلامي جهاد ځواکونو په صهیونیستي پوځ لسګونه بریالي بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button