کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي ريژیم جنرال “اسحاق بريك” معاریف ورځپاڼې ته په څرګندونو کې ویلي، چې حماس خپل ځواک بيرته ترلاسه کړی او ډول ډول وسلې لري.
د نوموړي په خبره: حماس غورځنګ لا هم زرګونه جنګيالي لري چې د اسرائيلي پوځ پر ضد بریدونه ترسره کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې پوځ توان نه لري چې د حماس غورځنګ مات کړي، ځکه چې حماس لا هم د تونلونو کې وژونکې وسلې او چاودیدونکي مواد لري.
دغه لوړ رتبه اسرائیلي جنرال وایي د حماس تاوانونه د اسرائيلي پوځ د رسمي څرګندونو په پرتله خورا لږ دي؛ د حماس ځواکونه بېرته خپل عادي حالت ستانه شوي او لا یې هم رهبري او مقاومت پیاوړی دی.
د ویلو ده، چې دغه مهم اسرائیلي جنرال ویلي: هغه انځورونه چې د غزې د ويجاړیو په اړه خپرېږي، یوازې د اسرائيلي ولس د دوکه کولو لپاره دي، څو داسې وښيي چې ګواکي بريا ترلاسه شوې ده، حال دا چې حقیقت بل ډول دی.