د غزې جګړه؛ حماس ځواکونو سره نښتو صهیونستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د غزې ختیځې شجاعیه سیمه کې
حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼ صهیونستي پوځیان وژل شوي دي.
د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې په ختیځې شجاعیه سیمه کې یې د اسرائیلو څلور ټانکونه د یاسین-۱۰۵ راکټونو په وسیله هدف ګرځولي او صهیونیستي عسکرو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
د ویلو ده ، چې په وروستیو کې د اسرائیلي پوځ د تلفاتو راپورونه زیات شوي او د جګړې شدت دوام لري.



