په یمن د امریکا د تېرې شپې هوایي بریدونو کې ۶۸ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)
یمني رسنیو خبر ورکړی، چې په “صعده” ولایت د امریکایي اشغالګرو د تېرې شپې هوایي بریدونو کې ۶۸ تنه شهیدان او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې د انصار الله اسلامي غورځنګ اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې شهیدانو او ټپیانو کې ډیری یې افریقایي کډوال دي.



