په هلمند کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي، چې د دغه ولايت په سنګین او کجکي ولسوالیو کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د عامې روغتيا ریاست رییس مولوي فضلي احمد شفیع وویل، درې مرکزونه د سنګین ولسوالۍ او درې نور د کجکي ولسوالۍ لپاره جوړ شوي، چې د مور او ماشوم روغتیا، او خوارځواکو ماشومانو درملنه به پکې تر سره کېږي.
د ښاغلي شفیع په وینا، دا روغتیایي مرکزونه د افغان روغتیایي موسسې په مالي مرسته جوړ شوي دي، او پلان شته چې د هلمند په نورو ولسوالیو کې هم ۱۵ نور مرکزونه جوړ شي.
د سنګین او کجکي ولسوالیو اوسېدونکو د دغو مرکزونو پرانیستنه وستایله او د نورو اسانتیاوو غوښتنه یې وکړه.
د عامې روغتیا ریاست زیاتوي چې لا هم د دغې ولايت په ځینو سیمو کې خلک د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي.



