کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)
د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي سره د یوې رسمي کتنې پر مهال د افغانستان پر وروستیو تحولاتو او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي آل ثاني د افغانستان له ټولو قشرونو، د امنیت، ثبات او باعزته ژوند ملاتړ څرګند کړی دی.
دا کتنه په داسې حال کې شوې چې مولوي امیرخان متقي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ قطر ته سفر کړی، چې ټاکل شوې د دغه سفر په ترڅ کې له قطري چارواکو سره پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو خبرې اترې ترسره کړي.
د قطر حکومت د افغانستان له خلکو سره د اوږدمهاله همکارۍ ژمنه کړې او ويلي يې دي چې د افغانانو د سوکالۍ، امنیت او پراختیا لپاره د مختلفو همکاريو پراختیا ته ژمن دی.