قدس لېوا اسرائیلو ته: که غواړئ بندیان مو خوشې شي جګړه پای ته ورسوئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي جهاد پوځي څانګې قدس لېوا صهیونیستي اشغالګرو ته په خطاب کې ویلي، چې یوازینی حل، د بندیانو د آزادۍ لپاره د خبرو اترو له لارې یو توافق ته رسېدل دي.

قدس لېوا (سرایة القدس)، چې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ نظامي څانګه ده اشغالګر رژیم ته په یوه پیغام کې ویلي: ستاسو د بندیانو د آزادۍ یوازینی لاره، د بندیانو د تبادلې لپاره یو جدي توافق ته رسیدل دي.

په دې پیغام کې د هغو اسرائيلي بندیانو مخکېنۍ څرګندونې ښودل شوي چې په غزه کې بنديان دي او ټینګار کوي چې د پوځي فشار له لارې د بندیانو خلاصول ناکامه تګلاره ده.

په پای کې قدس ډلې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: آیا ته د هغوی (په غزه کې د اسرائيلي بندیانو) غږ اورې؟ که اورې یې نو په صهیونیستي ريژیم فشار واچوه ترڅو غزه کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button