کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د دغې هېواد د دفاع وزیر خواجه آصف ويلي، چې هند به ډېر ژر پر پاکستان نظامي برید وکړي. نوموړي نن (دوشنبه) د رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «موږ خپل پوځونه اماده کړي دي، ځکه چې دغه برید اوس نږدې ښکاري. له همدې امله ستراتیژیک تصمیمونه نیول شوي دي.»
آصف زیاته کړې چې پاکستان بشپړ چمتووالی لري او یوازې هغه مهال به له خپلو اټومي وسلو ګټه واخلي، که د هېواد پر بقا مستقیم ګواښ رامنځته شي.
د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوې چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د بمي چاودنې له امله ۲۶ کسان ووژل شول. هند پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې د وسله والو ملاتړ کوي، خو اسلاماباد دغه تورونه ردوي.
د شنونکو په باور د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د شخړو زیاتېدنه سیمهییز امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.