باسم نعيم: د فلسطيني ملت مشري بايد د اصيلو او باور وړ استازو له لوري وشي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر غړي او ویاند “باسم نعيم” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطيني ملت مشري بايد د اصيلو او باور وړ استازو له لوري وشي.

نعیم وایي: فلسطینی ولس رمه نه ده چې پر دوی داسې مشکوک مشرتابه وتپل شي چې خپل تاریخ، حال او راتلونکی یې د اشغالګر صهیونیستي رژيم سره تړلی وي.

باسم نعيم ټینګار کړی چې د فلسطینیانو مشري باید د خپلو اصيلو او باور وړ استازو له لارې وشي، نه د هغو کسانو له لوري چې د ملت له ارادې او آزادۍ غوښتنې سره خیانت کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button