يمني ځواکونو دوهمه F-18 امريکايي جنګي الوتکه نسکوره کړه؛ د ترومان بېړۍ د ځای بدلولو ته اړ شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د امريکا سمندري ځواکونو تاييد کړې چې يوه بله F-18 ډوله جنګي الوتکه يې د سره سمندر په اوبو کې غورځېدلې ده، دا پېښه له هغې وروسته شوې چې د يمن وسلهوالو ځواکونو د امريکايي ترومان جنګي بېړۍ سره نښته وکړه.
د يو امريکايي چارواکي په وينا، بريد د دې سبب شو چې ترومان بېړۍ د ځای بدلولو لپاره چټک حرکت وکړي، څو د حوثي ځواکونو د راکټي بريدونو مخه ونيسي، خو د دې حرکت په ترڅ کې يوه F-18 الوتکه نسکوره شوې ده. د امريکايي چارواکو په وينا، پېلوټ د ژغورنې عملياتو په ترڅ کې ژغورل شوی دی.
د يمن وسلهوالو ځواکونو په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې د ترومان بېړۍ او د هغې شاوخوا جنګي کښتۍ يې د سمندري، هوايي او توغنديز ځواک په مرسته تر درنو بريدونو لاندې راوستې وې، چې له امله يې امريکايي ځواکونه اړ شول خپل موقعيت بدل کړي او د سره سمندر شمال ته حرکت وکړي.
د يمن د ځواکونو د اعلاميې له مخې، دا عمليات د امريکايي او اسرائيلي ځواکونو د وروستيو بريدونو په غبرګون کې ترسره شوي، چې پکې د صنعا او د صعدې په مهاجرينو مرکز بريدونه هم شامل دي. د دې بريدونو له امله لسګونه ملکيان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
يمني ځواکونو ويلي، دا دويم ځل دی چې دوی يوه امريکايي F-18 الوتکه را غورځوي.
يمني ځواکونو ته منسوبو رسنيزو پاڼو کې د يوې اف اتلس الوتکې نسکورېدلو د تائيد ترڅنګ ويل شوي چې په راتلونکي کې د B-2 جنګي الوتکې د نسکورلو انتظار کوۍ.
د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د غورځېدلې الوتکې بيه نږدې ۶۷ ميليونه ډالر ده، او تر دې وړاندې د يمن پر ضد د امريکايي عملياتو لګښت درې ميليارده ډالرو ته رسېدلی دی.
د يمن وسلهوالو ځواکونو ټينګار کړی چې د سره او عربي سمندر په اوبو کې به د امريکايي او اسرائيلي جنګي بېړيو پر ضد عملياتو ته دوام ورکړي، ترڅو د يمن پر وړاندې روانه جګړه پای ته ورسيږي او د غزې د خلکو ملاتړ وکړي.



