کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د یمن په پلازمینه صنعا،صعده، حدیده او مارب ولایتونو د امریکایي اشغالګرو د تېرې شپې په وحشیانه هوایي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د انصارالله اړوند “المیسرة” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې امریکایي اشغالګرو د تېرې شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو لسګونه پوځي او ملکي اهداف په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۳۰ تنه شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې امریکایي اشغالګرو وړمه شپه هم د یمن په صعده ولایت خونړي هوایي بریدونه کړي و،چې په پایله کې يې ۶۸ کسان شهیدان او ۴۷ نور ټپیان شوي وو.