کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د اردن امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین ډلې مرستیال مشر “احمد الزرقان” نیولی دی.
احمد الزرقان، چې په اردن کې د اخوان المسلمین ډلې مرستیال مشر او د مالي چارو مسؤول بلل کېږي، د اردن د امنیتي ځواکونو له لوري د ناقانونه فعالیتونو په تور تر تعقیب لاندې و. چارواکو ویلي چې دا ډله نور قانوني حیثیت نه لري او فعالیتونه د هېواد د قوانینو او امنیتي اصولو خلاف بلل شوي دي.
د چارو شنونکي دا ګام د اخوان المسلمین پر وړاندې د اردن د حکومت د نوې تګلارې یوه څرګنده نښه بولي، کوم چې هڅه کوي د هغو ډلو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي چې د دولت له رسمي چوکاټه بهر فعالیت کوي.
د یادونې ده چې اخوان المسلمین یوه پخوانۍ اسلامي سیاسي خوځښت دی چې په ډېرو عربي هېوادونو کې یې فعالیتونه محدود یا بند شوي دي.