کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د سوریې د جمهوري دولت ولسمشر “احمد الشرع” په خپلو تازه څرګندونو کې د ابراهیمي تړون منل په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې دا تړون د فلسطین د قضیې او امت د ارزښتونو خلاف دی.
ولسمشر الشرع په خپل رسمي بیان کې ویلي، چې د ابراهیمي تړون له لارې هڅه کېږي چې اسلامي هېوادونه د اسرائیلو سره عادي اړیکې جوړې کړي، خو دا ډول هڅې نه یوازې ناکامې دي، بلکې د ملتونو د ارادې خلاف هم دي.
نوموړي زیاته کړه چې د فلسطین خلک لا هم د اشغال، محاصرې او تاوتریخوالي لاندې ژوند کوي، او هر ډول تړون چې د دوی له ارادې پرته وي، مشروعیت نه لري.
احمد الشرع همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطین د مشروع حقونو ملاتړ وکړي او پر اسرائیلو فشار زیات کړي تر څو له اشغالي سیمو څخه ووزي.
د ویلو ده، چې ابراهیمي تړون په ۲۰۲۰م کال کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، او وروسته نورو هېوادونو له لوري اسرائیلو سره لاسلیک شو، د عربي نړۍ له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی. ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه دا تړون د فلسطین د قضیې سره خیانت بولي.