د کندهار، زابل او هلمند درې مهمو برېښنايي پروژو پاتې چارې بيا پيل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د کندهار، زابل او هلمند ولایتونو درې سترې برېښنايي پروژې چې له څه مودې راهیسې نیمګړې پاتې وې، یو ځل بیا بېرته پيل شوې.

د اقتصادي مرستیال په وینا، دغه پروژې به د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدوي، چې له امله به یې زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي، صنعتي چارې به پراخې شي، او خلکو ته به د کار نوی فرصت برابر شي.

د برېښنا یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سب‌سټېشن پاتې چارې، د کندهار ختیځ سب‌سټېشن بشپړول، او له کجکي برېښنا فابریکې څخه تر کندهار ختیځ سب‌سټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا مزو غځول دي چې دا ټولې پروژې نږدې یو میلیارد افغانۍ مالي لګښت لري.

په مراسمو کې د نورو چارواکو لخوا هم د کورني تولید پر پراختیا، د نیمګړو پروژو پر بشپړولو، او د برېښنا پر عادلانه وېش ټینګار وشو. هغوی وویل، د دې پروژو له لارې به د صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو اړتیاوې تر ډېره پوره شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د برېښنا د تولید لپاره له خصوصي سکټور سره د ۲۵۰ میګاواټه په اندازه د لمریزو، بادي او ګازي پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې عملي کېږي.

د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته تمه ده چې د کجکي بند ټول تولیدېدونکی برېښنا په مؤثر ډول وکارول شي، او د جنوبي ولایتونو زرګونه نوي پېرودونکي له دوامداره برېښنا برخمن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button