د افغان حاجیانو لومړنی پرواز سعودي ته ترسره شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري نن د کابل نړیوال هوايي ډګر د ترمینل په تالار کې د افغان حاجیانو د لومړني پرواز په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث ډاکټر نورمحمد ثاقب، د ټرانسپورټ، اطلاعاتو، عامې روغتیا وزیرانو، او د هوایي شرکتونو مسؤلینو ګډون کړی و. ګډونوالو د حج بهیر د تنظیم او همکاریو په اړه خبرې وکړې.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د حاجیانو د اسانتیا لپاره په څلورو زونونو (کابل، کندهار، بلخ، هرات) کې لازم خدمات برابر شوي، او دا بهیر په اخلاص او ژمنتیا ترسره کېږي.
غونډه د دعائیې سره پای ته ورسېده، او مسؤلینو د حج پروسې د بریالیتوب لپاره د دوامدارو همکاریو ژمنه وکړه.



