په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان، AIDA او اذربایجان سفارت ترمنځ د غالۍ اوبدنې مسلکي مرکز جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي همکاریو سازمان دفتر ويلي، چې د افغانستان د غالۍ اوبدلو صنعت د پیاوړتیا په موخه، د اذربایجان له نړیوالې پراختیايي ادارې (AIDA) او کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره یې د یوه مسلکي روزنیز مرکز د جوړولو هوکړه‌ لاسلیک کړه.

د یاد سازمان په وینا، دغه پروژه به “د افغانستان د دودیزو لاسي صنایعو د ساتنې او پراختیا” تر عنوان لاندې پلي شي، چې موخه یې د غالۍ اوبدنې دودیز هنر ژوندي ساتل او پراخول دي.

اسلامي همکاریو سازمان په اکس اکاونټ ليکلي، د دغې روزنیز مرکز تمرکز به د سیمه‌ییزو هنرمندانو په ځانګړې توګه ښځو او ځوانانو ته پر مسلکي زده‌کړو وي، څو هغوی وکولای شي له دې لارې دوامدار عاید ترلاسه کړي او خپلواکه اقتصادي ژوند ولري.

اسلامي همکاریو سازمان وايي، دا نوښت به د افغاني غالیو اصیل هنر ته وده ورکړي، د لاسي صنایعو بازار ته به پياوړی او د فرهنګي میراث د خونديتوب په برخه کې به مهم ګام وي.

مربوطه مطالب

Back to top button