هلمند کې د تروریزم ضد عملیاتو په ترڅ کې ۹۸ میله وسلې او تجهیزات نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ د تروریزم ضد مبارزې مدیریت مسؤلینو په تازه عملیاتو کې د لښکرګاه ښار او څو نورو ولسوالیو کې لسګونه میله مختلف النوع اسلحې او نظامي تجهیزات د ۱۶ تنو تورنو کسانو سره یو ځای نیولي دي.
د هلمند امنيه قوماندانۍ وايي، چې د دې عملیاتو په نتیجه کې ۹۸ میلې مختلف ډول اسلحې او نظامي تجهیزات د تروریزم ضد مدیریت له لوري ضبط شوي، چې په کې ۹۰ توپنګچې، شپږ کلاشینکوفونه، یو کربین، یو کمېرشکن، ۲۰ شل پايې مخابراتي وسایل، او ۱۳۴۰ پیره د ثقيل مرمۍ شامل دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني وايي، چې دغه تجهیزات په غیر قانوني ډول په کورونو کې ساتل کېدل او د عملیاتو پر مهال ۱۶ کسان هم نیول شوي زياتوي د نیول شویو کسانو دوسیې ترتیب او اړونده شرعي محکمو ته سپارل شوي دي.



