کابل ټکی کام ۱۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ترکیې دولتي رسنیو ویلي دي، چې په دیابکر ولایت کې یې د پي کې کې لس تنه وسله وال وژلي دي.
د ترکیې دولتي رسنیو د خپل یوه سرتيري وژل کېدل هم تأیید کړي دي.
باید ووایو چې د کب په ۵مه نېټه هم ترکي پوځ د پي کې کې ۹ وسله وال د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژلي وو.
راپورونه ښیي، چې له تېر کال (۲۰۱۵م) څخه را پدېخوا د ترکیې په جنوب لویدیځ سیمو کې چې کردان پکې مېشت دي، د نښتو پر مهال د پي کې کې ۱۲۵۰ وسله وال وژل شوي دي، او په لسګونه تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د یادولو ده، چې د ترکیې حکومت او د پي کې کې تر منځ څو ځله د اوربند هوکړه شوې ده، خو دغه هوکړه ډېر ځله ماته شوې هم ده.
















