طنز
له يوې مياشتې راهيسې ناروغ وم، هېڅ ښه کېدل مې نه و.که چابه راته دکوم ډاکټر نوم واخېست، نو مابه هلته ځان رسولى و.نه ملاپاتې و نه امي. په غاړه مې دومره تاويزونه پراته و، لکه دباړې پير، چې څه پيسې مې په لاس کې وي هغه په دې ميراتمړې ناروغۍ رانه ولاړې. يوه پاده بچي راه په غاړه وو ،يوه خونه ووسم لښکر وو.
دې سوچونومې ناروغۍ لاپسې زياتوله.يو بچي اوبله ناروغي له ځان سره به مې ويل چې بچي مې دې خاورې وخوري؛ خوچې اوس ستاسترګې پناه شي. څوک له لوږي مړه شوي؟يوه ورځ مې يونږدې ملګرى پوښتنې ته راغى ويل يي:
_يره چناره بچو! ډېر درباندې خپه يم، خپله له غريبۍ ماښام څملم.لاس مې په دې ورځوکې ډېر سپېره شوى.الله (ج)دې له دې بلاخلاص که.اه رښتيا!چناريه يوه نوى ډانکټرراغلى؛ ژېړګل نومېږي.دکاپرزوى ډېرپوى دى، چې يوه نسخه واخلې بلې ته دې بياحاجت نه وي، ته هم ورشه!
ملګري مې د ډاکټرپته راکړه. دژېړګل دنوم په اورېدو هغه خپل ټولګيوال ژېړګل راپه يادشو، چې په الف او ب هم نه پوهېده.بېچاره به ټول کال دښوونکوپه کارونوبوخت وو.لوونه، خټې، کوکناروهل ټولول اوداسې نور د ژېړګلي په غاړه وو. ښوونکو هم ښه ژېړګلى پيداکړى وو. دڅونمبروله پاره به يي پرې ټول کارونه کول .په په زړه پورې خولاداوه چې يوه ورځ دښوونځي مدير او يونوى ښوونکى ټولګي ته راغلل.مديرښوونکى راوپېژانده، چې داستاسو نوى ښوونکى، ښوونکى نه بلکې معنوي پلار مودى.بايدښه سلوک ورسره وکړئ.بې ځايه پوښتنې اوشيطاني به نه کوئ.مديرپه خپله ولاړ.نوي ښوونکي سمدلاسه په پوښتنوپيل وکړ:
_ته جګ شه! دچابنده يې؟ ټول څواسماني کتابونه دي؟په ملت دچايې؟دچاپه مذهب يې؟؟؟
دژېړګل نوبت چې راغى ورته ويي ويل:دچاپه مذهب يې؟
له ژېړګل نه وارپارخطاشو:
_ددادامې د دادا مې صيب!!!
يودم په ټولګي کې غويمنډ جوړشو، د دادا مې، د دادا مې…همداچيغې وي او د ټولګي فضا د دادامې، د دادامې چيغوپه سر نېولې وه.ښوونکي ورته وويل:
_ورک شه د دادا بچيه!ته څه رقم مسلمان يې؟ تراوسه په دې نه پوهېږې؟ ته هم غټ بېړايې. زه به موهم خوښ شم.
ده هم ټولګى پرېښود.ژېړګل ته خپلې خبرې سم دپوزې پېزوان شوې.که به هرچاليدلو نوهمدا چيغې به يې وهلې:د دادا مې.ژېړګلى اخرمجبورشوو چې ښوونځى پرېږدي.نه مابياکتلى و اونه ورنه خبروم چې چېرته دى؟ويل مې بلامې ورپسې چې هريو دى، چې زه ورسره ښه شم. يوژېړګلى خونه دى نړۍ پرې ډکه ده. سباسهار وختي د ډاکټرژېړګل ځاى ته ولاړم.له مانه وړاندې هلته ډېرخلک په انتظارکې ناست ول، دهر چا د خولې څخه همداخبرې راوتې:يره !داډانکټردغم زوى ډېرپوى دى، چې يوه نسخه ورنه واخلې بلې ته دې بياحاجت نه وي.
ډېر انتظار راباندې سم قيامت جوړ کړى وو.داسې بد حال وو لکه کوم بهرنۍ مؤسسې چې مرسته راوړې وي.اخرماته نوبت راغى،کتنځى نه وسم دوکان ته ورته و. ديوه شي کمبود هم په کې نه وو، دپاکوالې پرې تمامه وه.په غټه لوحه يي ليکلي وو:
ډاکټرژېړګل وطن پال
دټولوناروغيومتخصیص
لوړې زده کړې:
جرمني، هند او ترکيه.
ډاکټرصيب ته ورغلم سم دواره يي راته وويل:نوم دې څه شى دى؟ ولې مريض يې؟ اوڅنګه مريض يې؟
ماژېړګل ته رډ-رډکتل:سړى خو همغه دى؛ خواوس ځان تېرباسې.ژېړګل ويل:
_فکرکوم اعصاب دې له لاسه ورکړي، ولې داسې راته ګورې، لکه چې کله دې نه يم لېدلى؟وخت نشته بابا! مريضي وايه!هسې مې وخت مه خرابوه.ماهم خوله پرې راخلاصه کړه:
_ژېړګليه ډېربدسترګى انسان يې.ته اوس مانه پېژنې !په رڼوسترګوکې راننوځې؟
دژېړګل خوله کې لاړې وچې شوې اورنګ يې تک ژېړشو.په چيغه مې ورته وويل:
_ژېړګليه!اوس خوبه دې دادا په مذهب نه يې؛ځکه اوخواوس ډاکټرصيب يې!
له دې خبرې سره سم ژېړګلي ضعف وکړ.چيغې مې کړې هله خلکوډاکټرمړشو!!

















