انصارالله: بن ګوریون هوايي ډګر ته به ټولې الوتنې ودروي بریدونه به دوام لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د رهبری شورا غړي “نصرالدین عامر” خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر ته به ټولې الوتنې ودروي او بریدونه به پرې دوام لري.

ښاغلي عامر ویلي، چې د صهیونیستي رژیم پر بنسټیزو اقتصادي او ملکي تاسیساتو بریدونه به تر هغې روان وي، تر څو فلسطین کې د غزې پر مظلومو خلکو وحشیانه یرغل پای ته نه وي رسېدلی.

د یادونې وړ ده چې د یمن وسله وال ځواکونه له تېرو ۲ نیمو کلونو راهیسې د فلسطین له مظلوم ولس سره د ملاتړ په موخه، د اسرائیلو پر لوري بېلابېل توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي،چې ګڼ صهیونیستي اهداف یې په نښه کړي او صهیونیستانو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

مربوطه مطالب

Back to top button