نړیوالو شرکتونو بن ګوریون هوايي ډګر ته الوتنې ځنډولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
په داسې حال کې چې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده، عبري رسنۍ راپور ورکړی، چې یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو بن ګوریون هوايي ډګر ته خپلې الوتنې ځنډولي او اسرائیل اړ شوي، چې خپل پروازونه د اردن ملکې علیاء نړیوال هوايي ډګر ته بدل کړي.
د راپورونو له مخې، د نړیوالو شرکتونو دا پرېکړه د تلابیب ښار د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله شوې، چې له امله یې د اشغال لاندې بن ګوریون هوايي ډګر فعالیت له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.
بلخوا، متحده عربي اماراتو دې وضعیت څخه په ګټې اخیستنې سره، خپلې الوتنې بن ګوریون ته زیاتې کړې دي، څو د نړیوالو شرکتونو له وتلو وروسته رامنځته شوې خلا ډکه کړي.
د ویلو ده، چې نړیوال هوایي شرکتونه وروسته له هغه دا ګام اخلي، چې د یمن وسله والو ځواکونو نن سهار وختي بن ګوریون نړیوال هوایي ډګر د بالستیک توغندیو پر مټ هدف وګرځاوه.



